اسلام آباد 19نومبر(اے پي پي )د توان(پاور ډويژن) وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري سره د المان سفير الفريډ ګراناس ملاقات كړے چې پكښې د توان څانګې پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندوه كشوی۔د نهې په ورځ شوي ملاقات كښ?? اويس لغاري ووئېل المان د تجديد وړ توان په څانګه كښ?? نړيوال لارښود دے٬ پاكستان به تر 2034 توان مكس كښ?? 88 فيصد د تجديد وړ توان شامل كړي۔ده ووئيل پاكستان د ډېرې ذمه وارۍ سره د توان په څانګه كښ?? يو مسابقتي ماركيټ معارفي كوي دغسې چې د بجلۍ اخستلو او خرڅولو كښ?? نور ګډون كوونكي شامل شي۔اويس لغاري ووئيل د بجلۍ په څانګه كښ?? د سرمايه كارۍ خاطر خواه موقعې موجود دي كومو څخه چې د المان سرمايه كار بشپړه ګټه پورته كولې شي٬المان او پاكستان د قدر وړ پرمختيائي شراكتدار دي٬ او بي ټو بي روابط ته وده وركول زمونږ د دوه اړخيزه اړيكو يو مهم عنصر دے۔د المان سفير الفريډ ګراناس ووئېل د توان په څانګه كښ?? مصنوعي زېركتيا او د بیټری سټوریج ټیکنالوجیز له امله بجلي د هرې تېرېدونكې ورځې سره لا د استطاعت وړ جوړیږي۔ده ووئيل المان د پاكستان د توان په څانګه كښ?? د اصلاحات مالي مرستې لپاره عزم لري دغسې چې د پاور سيكټر بنيادي مسئلې حل كړی شي۔د المان سفير ووئيل د المان نجي څانګه د پاكستان توان په څانګه كښ?? يو فعاله كردار ادا كوي او بېلو پروژو كښ?? به مرسته روانه ساتلې شي۔د ملاقات په مهال دواړو ډلو د تجديد وړ توان كښ?? مرس??ې ته ودې وركولو او نورو پرمختيائي پروژو كښ?? شريك مشاورت مخ په وړاندې بوتللو ته اتفاق وكړو
Nguồn bài viết : Felix E-gaming Club